مهم ټکي
- د بخښنې نړیوال سازمان تېره اوونۍ په خپل کلني راپور کې وویل، چې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په چټکۍ سره د خرابي لور ته راون دی.
- د شانکهای سازمان غړو هېوادونو تېره اوونۍ د هند په کوربتوب د افغانستان پر وضعیت بحث وکړ.
- د طالبانو حکومت تېره اوونۍ د پوهنې د ودې او پراختیا پیژندل شوی فعال او د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا په دې خاطر نیولي چې ګڼې خپلسري فعالیتونه يې کول.
- د خوړو نړیوال سازمان تېره اوونۍ وویل، که بیړنۍ مالي مرسته ورسره ونه شي له افغانستان سره خپلې مرستې دروي.
- د المان د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ په دغه هېواد کې د افغانانو د منلو بهیر په موقت ډول وځنډوه.
بشپړ خپرونه لينک کليکاږلو سره واورئ.



