د طالبانو او پاکستان ترمنځ له وروستیو شخړو وروسته، په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو او اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.
په پاکستان کې د افغان کډوالو استازي ظاهر پشتون له اس بي اس پښتو سره په خبرو کې ویلي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو وېستلو لړۍ درې کاله وړاندې پیل شوې ده، خو اوس هغه افغان کډوال وېستل کېږي چې پي او ار کارډونه لري.
هغه وايي، په خیبر پښتونخو، پنجاب او بلوچستان کې د پاکستاني پولیسو لخوا ځینې کمپونه په نښه او کډوال ترې ایستل شوي دي.
ظاهر پشتون وايي چې له یوې خوا د پاکستان حکومت کډوال په زور وباسي او له بلې خوا د دوی پر وړاندې د ترانسپورت کرایه لوړه شوې چې د کډوالو وس پرې نه رسیږي.
نوموړی له پاکستانی حکومت او طالب چارواکو غواړی چې د افغان کډوالو لپاره د ترانسپورت ستونزې حل کړي او په دې برخه کې ورته اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه وايي:" که کرايي موټر پیدا شي د هغو کرایه دومره لوړه ده چې د افغان کډوالو له وس څخه بهر ده. که [افغان کډوال] له پنجاب څخه راځي نو د لکونو کرایه ورڅخه غواړي"
" چارواکو څخه مو دغه غوښتنه ده چې د افغان کډوالو د ټرانسپورټ مشکل حل کړي"
ظاهر پشتون دغه راز له افغان کډوالو غواړي چې په پاکستان کې يې د اوسېدو نېټه نوره پای ته رسیدلې ده او پکار ده چې په عزت سره خپل هېواد ته لاړ شي.
هغه ویلي: "هېوادوالو زموږ او تاسو د اوسېدو موده پای ته رسېدلې نو پکار داده چې موږ او تاسو خپل عزت خپله خوندي کړو او خپل هېواد ته ولاړ شو"
"نور د وخت ورکولو خبرې نشته نو پکار ده چې خپل هېواد ته ولاړ شو"
نوموړی د کډوالو پر مرستندویه سازمانو غږ کړی چې په دې سختو شرایطو کې د افغان کډوالو لاسنیوي وکړي، ستونزو ته يې رسېدنه وکړي او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.









