د اسټراليا تابعيت لوړې مراسم چې د تابعيت ترلاسه کولو يو مهم رسم دې لدې وروسته د ويډيو لينک له لارې ترسره کيږي. د ويډيو لينک له لارې به په ورځ کې ۷۵۰ کسال کولی شي د تابعيت ترلاسه کولو لوړه وکړي.
اسټراليا کې مهاجر کوم چې اوس د اسټراليايي تابعيت ترلاسه ازموينې او هم مرکې لپاره تيار وي هغوی بيا نشي کولی نا معلومې مودې لپاره د تابعيت ترلاسه کولو مرکه او ازموينه ورکړي.
د اسټراليا د مهاجرت سرپرست وزير الان تود يو خبري کنفرانس کې وويل، حکومت به هغو کسانو باندې د تابعيت ورکولو لوړې مراسم ويډيو له لارې ازمايي د کومو چې د تابعيت مرکه او ازموينه تيره شوې وي او حکومت څخه يې د تابعيت قبليدو يو ليک ترلاسه کړی وي.
ښاغلي تود وويل، هغه کسان کوم چې انټرنيټ نه لري هغوی لپاره بيا جلا تدابير نظر کې نيول شوي.
د اسټراليا فدرال حکومت وايي، دا مهال ۸۵،۰۰۰ مهاجر د تابعيت ترلاسه کولو لوړې مراسمو ته په تمه دي.
هغه کسان کوم چې د لوړې مراسمو لپاره دا دمخه دعوت شوي ول هغوی ته به ژر د نوو تدابيرو په اړه خبر ورکړل شي.

که چيرې تاسې د تابعيت ترلاسه کولو شرايطو باندې برابر ياست ، کولی شئ غوښتنليک ورکړئ ولې د تابعيت مرکه او ازموينه د روان روغتيايي کړکيچ پای پورې نه ترسره کيږي.
.د اس بي اس شبکې ۶۳ ژبو باندې تاسو ته اړين معلومات په يو ځای کې راغونډ کړي
sbs.com.au/coronavirus
اسټراليا کې بايد کسان له يو بل څخه ۱.۵ متره فاصله غوره کړي او له دوو کسانو ډير يو وخت کې نشي راټوليدلی.
د کرونا وايروس نښې له يو عادي شکل څخه تر نمونيا يا سينه بغل چې په هغې کې ساه تنګي وي ليدل کيږي
د کرونا وايروس نښو کې تبه، ټوخی، ستونې درد، سست والی او ساه تنګي شامله وي.
که تاسې له بهر څخه اسټراليا ته راغلي اوسئ او ۱۴ ورځو کې دننه دا نښې ځان کې وګورئ او يا له داسې يو کس سره نږدې اړيکه کې وئ کوم چې د کرونا وايروس يې لرلی وي نو داسې حالاتو کې روغتيايي مرسته ترلاسه کړئ.
که تاسې سوچ کوئ چې د کرونا وايروس لرئ خپل ډاکټر ته مخکې له تګ څخه ټليفون وکړئ او يا د کرونا وايروس لپاره د مرستې ملي شميرې ته ۱۸۰۰۰۲۰۰۸۰ زنګ ووهئ.


