د آسټرالیا طبي کارپوهانو وړاندیز کړی ترڅو له ۵۰ کلونو کم عمر لرونکي کسان د آسټرازنیکا واکسین ترلاسه نکړي

د اروپا د درملو ادارې اعلان کړی چې د آسټرازینکا واکسین کېدای شي د وینې لخته کېدو سره ستونزې اړیکه ولري.

austrazenica

Source: Anadolu Agency

د آسټرالیا حکومت د پلان پر اساس ټاکل شوې وه ترڅو د روان کال تر اکتوبر میاشتې پورې په میلیونونو کسان  دسټرا زنیکا واکسین ترلاسه کړي. مګر د روغتیا برخې کارپوهان وړاندیز کوي ترڅو له ۵۰ کلونو کم عمر لرونکو کسانو ته د آسټرازنیکا واکسین ورنکړل شي چې له دغه کار سره به په آسټرالیا کې د واکسین د تطبیق چارې پر ټاکل شوې نېټه پای ته ونه رسېږې.

 له ۵۰ کلونو لوی عمر لرونکي کسان کولای شي د آسټرالیا زنیکا واکسین ترلاسه کړي، مګر له  له ۵۰ کلونو کم عمر لرونکو کسانو ته د فایزر واکسین غوره بلل شوی.

د آسټرالیا د روغتیا برخې مشر سلاکار، پاول کېلې تېره شپه په یوه خبرې کنفرانس کې اعلان وکړ چې د آسټرالیا د مشورې تخنیکي ډلې ورته مشوره ورکړې ترڅو  له ۵۰ کلونو کم عمر لرونکو کسانو ته د آسټرالیا زنیکا واکسین ورنکړل شي.
د حکومت د پلان پر اساس ټاکل شوې وه ترڅو د آسټرالیا ډیری اوسېدونکي‌ د آسټرازنیکا واکسین ترلاسه کړي. مګر له دغه اعلان وروسته به دواکسین چارې و ځنډېږي.

د آسټرالیا لومړی وزیر سکاټ موریسن وايي چې د دغې پرېکړې به د آسټرالیا ټولو ډاکټرانو او د طبي برخې کار کوونکو ته خبر وکړل شي، مګر دا د آسټرالیا اوسېدونکو او ډاکټرانو پورې تړاو لري چې څرنګه پرمخ ځي.
تر دې وړاندې په اروپا کې څېړنو موندلې وه چې د آسټرازنیکا واکسین په هغو کسانو چې چې تر ۶۰ کلونو کم عمرونه لري د وینې لخته کېدو لامل ګرځېدلی شي.

د آسټرالیا د روغتیا وزیر ګرېګ‌ هنټ وايي ، مشوره ورکړی شوې چې د آسټرازنیکا واکسین به د هغو کسانو لپاره چې له ۵۰ کلونو لوی عمرونه لري ګټور واوسېږي.
د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره ۱.۵ فاصله و ساتي.

د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000  شمېرې سره اړیکه ونیسئ. 

تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: https://www.sbs.com.au/language/coronavirus


شریکول

خپور شوی په

لخوا Jodie Stephens

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service