Explainer

آیا په شرایطو برابر یاست ترڅو د کرونا وېروس تقویتي ډوز واکسین او د ویروس ضد ګولۍ ترلاسه کړئ؟

آسټرالیا د کرونا وېروس د اومېکرون بڼې، د دوه فرعي ډولونو BA.5 او BA.4 له نوې څپې سره مخ ده.

Leading epidemiologists and health experts say COVID-19 booster doses and antiviral pills significantly reduce the severity and hospitalisation risk.

Leading epidemiologists and health experts say COVID-19 booster doses and antiviral pills significantly reduce the severity and hospitalisation risk. Source: Getty / Getty/Marca Piner

روغتیایی چارواکي وايي، د کرونا وېروس نوي فرعي ډولونه د کووېډ-۱۹ له پخوانیو انتاناتو او واکسین څخه تېښته کوي، پدې معنا چې واکسین یا هم په کرونا یو ځل اخته کېدل معافیت نه رامنځ ته کوي او خلک بیا په کرونا اخته کېږي. په انګلستان کې ۲۵ سلنه او په نیو یارک کې ۱۸ سلنه په کرونا اخته شوي کسان یو ځل بیا په کرونا اخته شوي دي.

د آسټرالیا د ایالتونو او سیمو صحي مسئولینو د معافیت دوره له ۱۲ اوونیو څخه ۲۸ ورځو ته را ښکته کړې. په دې معنی چې له ۲۸ ورځو وروسته په کرونا اخته شوې کس، یو ځل بیا په یاد وېروس اخته کېدای شي.
د کرونا وېروس له نویو ډولونو څخه مخنیوی:

د روغتیايي برخې مسئولین وايي، خلک کولای شي د ماسک په اغوستلو، د فاصلې په رعایت، د لاسونو په دوامداره پاکوالي او واکسین ترلاسه کولو سره په کرونا وېروس له اخته کېدو مخنیوی وکړي.

پروفیسوره کاترین بنیت وايي، د کرونا وېروس د تقویتي ډوز په ترلاسه کولو سره خلک کولای شي د کرونا وېروس له جدي ناروغۍ څخه مخنیوی وکړي.

په آسټرالیا کې خلک کولای شي، د عمر پر اساس په لاندې اندازه واکسین ترلاسه کړي:
  • له ۵۰ کلونو لوی کسان، څلور ډوزه
  • له ۳۰ څخه تر ۴۹ کلونو عمر لرونکي کسان درې ډوزه - څلورم ډوز هم ترلاسه کولای شي
  • له ۱۶ کلونو څخه تر ۲۹ کلونو پورې کسان، درې ډوزه
  • د ۵ او ۱۵ کلونو ترمنځ ماشومان، دوه ډوزه
ټول هغه کسان چې د کرونا وېروس درې ډوزه یې ترلاسه کړي اووسي کولای شي څلورم ډوز هم ترلاسه کړي.
په کرونا وېروس د اخته کس درملنه:

د کرونا وېروس ضد درمل، د ویروس لخوا د صحي حجرو او په بدن کې د ضرب کېدو مخه نیسي.

د روغتیا برخې مسئولین لارښوونه کوي ترڅو د ویروس له ضد درملو څخه (Lagevrio and Paxlovid) د ناروغۍ پرمهال معمولاً په لومړیو پنځو ورځو کې کار واخیستل شي.

د کرونا وېروس ضد ګولۍ کولای شي د کرونا وېروس د ناروغۍ موده را کمه کړي.

د کرونا وېروس د ناروغۍ ګولۍ اوسمهال هغو کسانو ته ورکول کېږي چې تر ۷۰ کلونو لوی عمر لري او په کرونا اخته اووسي.

د کرونا وبا څه وخت پاې ته رسېږي؟

د نړیوالو روغتیایي مقرراتو، بېړنۍ کمېټه په هرو دریو میاشتو کې یوه ناسته ترسره کوي ترڅو د کرونا وېروس د وضعیت په اړه پرېکړه ونیسي. د دغې کمېټې له ناستې وروسته، د روغتیا نړیوال سازمان د دغې کمیټې د پرېکړې او وړاندیزونو په اړه خلک خبروي.

یو شمېر نړیړال متخصصین د بېړنۍ کمېټې غړیتوب لري او د کرونا وبا له پیل راهیسې د دغې کمېټې غړو ۱۲ ځله ناسته ترسره کړې.

د دغې کمېټې په وروستۍ ناسته کې چې د جولای د میاشتې په ۸ نېټه ترسره شوې وه، پرېکړه وشوه چې د کرونا وبا پای ته نده رسېدلې او لدې سره د مبارزې لپاره نړیوالې همغږۍ ته ضرورت دی.
د روغتیا نړیوال سازمان، د کووید-۱۹ تخنیکي څانګې مشره ډاکټر ماریا وان کرخوف وايي چې د کرونا وبا پای ته نده رسېدلې.

"مونږ لدې ویروس سره د اور لوبې کوو ... زه پوهیږم چې نړۍ غواړي د کووېد-۱۹ وبا پای ته ورسېږي، مګر دا ډول شدید جریان به د نورو ډولونو د پیدایښت لامل وګرځي."

د کرونا وېروس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر پر ۳۱ نېټه د چین په وهان کې ثبت شوې، له هغې مودې راهیسې تر اوسه پورې په نړیواله کچه د واکسین او درملو د دتولید په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو، د آسټرالیا د مختلفو کلتورونو ټولنو ته د کوویډ-۱۹ ناروغۍ په اړه وروستي معلومات وړاندې کړي.

د اس بي اس شبکې د مختلفو ژبو له پورټال څخه لیدنه وکړئ او خوندي پاتې شئ.

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Sahil Makkar

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service