د وېکټوریا ایالت له اوسېدونکو څخه غوښتنه شوې ترڅو سیډني ته له سفر څخه ډډه وکړي

د وېکټوریا ایالت د روغتیا وزیر مارټن فولې وايي، د وېکټوریا او نیو ساوت وېلز ایالتونو تر منځ پولې خلاصې دي مګر هر وخت پدې برخه کې تغیرات را تللی شي

Victorian Health Minister Martin Foley has warned his state not to travel to Sydney.

Victorian Health Minister Martin Foley has warned his state not to travel to Sydney. Source: AAP

د سیډني په شمالي ساحلي سیمو کې د کرونا وېروس د پېښو له زیاتوالي وروسته ، د وېکټوریا ایالت د روغتیا وزیر مارټن فولې، د دغه ایالت له اوسېدونکو غوښتنه کړې ترڅو سیډني ښار ته له سفر څخه ډډه وکړي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نیو ساوت وېلز په ایالت کې د کرونا وېروس ۲۳  نوې پېښې ثبت شوي. د دغو نویو پېښو له ثبت سره د سیډڼي په شمالي ساحلي سیمو کې د کرونا وېروس د پېښو شمېر ۴۰ ته رسېدلی دی.
ښاغلی فولې وايي چې د وېکټوریا او نیو ساوت وېلز ایالتونو ترمنځ پولې تراوسه پورې خلاصې دي مګر هر وخت پدې برخه کې تغیرات را تللی شي.

نوموړی وايي، په نیو ساوت وېلز ایالت کې وضعیت په دوامداره توګه څارل کېږي او ممکن د وخت له تېرېدلو سره په محدودیتونو کې تغیرات راشي.

هغه وايي " زما پیغام د وېکټوریا هر اوسېدونکي ته دا ده ترڅو سیډني ته له سفر څخه ډډه وکړي".
د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره ۱.۵ فاصله و ساتي.

د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000  شمېرې سره اړیکه ونیسئ. 

تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: https://www.sbs.com.au/language/coronavirus


شریکول

خپور شوی په

سرچینه: AAP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service