Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE starting June 12 2026

د آسټرالیا حکومت له نارو او منس ټاپو څخه راغلو پنځو پناه غوښتونکو ته وېزې ورکړي دي

Asylum seekers

د آسټرالیا حکومت پنځو تنو هغو پناه غوښتونکو ته د بریجنګ وېزې ورکړي چې د میډیوک پروګرام له لارې آسټرالیا ته راغلي و.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


د آسټرالیا حکومت پنځو تنو هغو پناه غوښتونکو ته د بریجنګ وېزې ورکړي چې د میډیوک پروګرام له لارې آسټرالیا ته راغلي و.


د آسټرالیا فدرال حکومت د ملبورن او برزبن د کډوالو له ساتنځایونو څخه پنځه تنه پناه غوښتونکي خوشې کړي او بریجینګ وېزې یې ورکړي. دغه  پناه غوښتونکي د میډیوک پروګرام له لارې،  له نارو او پي ان جي هېوادونو څخه آسټرالیا ته د رملنې لپاره راوستل شوي و.

د میډیوک قانون د ۲۰۱۹ کال په لومړیو کې د آسټرالیا د پارلمان لخوا تصویب شو ترڅو له نارو او پي‌ ان جي څخه ناروغ پناه غوښتونکي آسټرالیا ته د درملنې لپاره راوستل شي . مګر یاد قانون د ۲۰۱۹ کال په ورستیو کې بېرته لغوه شو.

ځینې راپورونه ښيي‌ د یاد پروګرام له لارې شاوخوا ۲۰۰ کسان آسټرالیا ته د درملنې لپاره راوستل شوي و چې یو زیات شمېر یې تر اوسه هم په دغه هېواد کې پاتې دي. 

د آسټرالیا د کډوالو شورا لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې اوسمهال ۱۴۵ کسان په پي ان جي  او ۱۴۶ پناه غوښتونکي‌ نارو هېواد کې پاتې دي.

د کډوالو او پناه غوښتونکو د حقونو پلویان د آسټرالیا له حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو پناه غوښتونکو ته د وېزو د ورکړې لړۍ ته دوام ورکړي.

د همدغې موضوع په اړه مو په سیډني کې له مېشت افغان وکیل ښاغلي نذیر داور سره مرکه ترسره کړې تاسو کولای شئ بشپړه مرکه دلته واورئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now