په ۲۰۲۵ کال کې اسټرالیایانو په ګوګل کې څه لټولي دي؟

په ۲۰۲۵ کال کې اسټرالیایانو د الفریډ طوفان، فدرالي ټاکنو، چارلي کرک او بیل ګیبسن په ګډون د ګڼو نورو موضوعاتو او شخصیتونو په اړه معلومات لټولي دي.

Source SBS  AAP  Lukas Coch.png

Credit: Source: SBS / AAP / Lukas Coch/ Trent Nelson

د ګوګل شبکه هر کال په ډسمبر میاشت کې د هغو شخصیتونو او موضوعاتو لېست خپروي چې خلک یې په اړه په ګوګل کې معلومات لټوي.

د الفریډ طوفان، د اسټرالیا فدرالي ټاکنې، په لاس انجلس کې اورلګېدنې، د پاپ فرانسېس او چارلي کرک مړینه له هغو موضوعاتو څخه دي چې استرالیایانو یې په اړه زیات معلومات لټولي دي.

اسټرالیایانو د ورزش او سیاست ترڅنګ د ملي او نړیوالو شخصیتونو په اړه هم معلومات لټولي دي.

په ۲۰۲۵ کال کې په اسټرالیا کې د لاندې موضوعاتو او شخصیتونو په اړه تر ټولو زیات لټون شوي دي:
په ټولیز ډول:

۱. د الفریډ طوفان

۲. چارلي کرک (Charlie Kirk)

۳. د اسټرالیا فدرالي ټاکنې

۴. ایران

۵. بېل ګیبسن (Belle Gibson)

۶. اېډ ګین (Ed Gein)

۷. د سېنټ پاتریک ورځ (St. Patrick's Day)

۸. د هند او انګلستان لوبه

۹. اوزي اوسبورن (Ozzy Osbourne)

۱۰. ایفون ۱۷
خبري پېښې:

۱. د الفریډ طوفان

۲. چارلي کرک (Charlie Kirk)

۳. د اسټرالیا فدرالي ټاکنې

۴. ایران

۵. د لاس انجلس اورلګېدنې

۶. پاپ فرانسېس (Pope Francis)

۷. ډيزي فریمن (Dezi Freeman)

۸. د بیانکا سېنسوري ګرامي جایزې (Bianca Censori Grammys)

۹. ایرن پېټرنسن (Erin Patterson)

۱۰. انډي بایرن (Andy Byron)
نړیوال شخصیتونه:

۱. میډیسن کیز (Madison Keys)

۲. جیمي کیمل (Jimmy Kimmel)

۳. دانیل کولینز (Danielle Collins)

۴. کندریک لامار (Kendrick Lamar)

۵. زهران ممداني (Zohran Mamdani)

۶. ریچارډ مارکس (Richard Marx)

۷. پاپ لیو (Pope Leo)

۸. شهزاده اندریو (Prince Andrew)

۹. چارلي شین (Charlie Sheen)

۱۰. ګریټا تونبرګ (Greta Thunberg)
اسټرالیايي شخصیتونه:

۱. بېل ګیبسن (Belle Gibson)

۲. بیانکا سېنسوري (Bianca Censori)

۳. پیټر ډتن (Peter Dutton)

۴. اډم باندټ (Adam Bandt)

۵. مارټي شېرګولډ (Marty Sheargold)

۶. سوزن لي (Sussan Ley)

۷. انجي پوستکوګلو (Ange Postecoglou)

۸. بو وېبستر (Beau Webster)

۹. ایزاک رینکین (Izak Rankine)

۱۰. اډم هنټر (Adam Hunter)
پوښتنې:

۱. ایسټر څه وخت دی؟

۲. ۶ ۷ (6 7) څه معنی لري؟

۳. چارلي کرک څوک دی؟

۴. ایا د ایسټر شنبې عمومي رخصتي ده؟

۵. چارلي کرک چا وواژه؟

۶. بېل ګیبسن اوس چېرته ده؟

۷. د الفریډ طوفان اوس چېرته دی؟

۸. ایا د Adolescence سریال پر رښتینې کیسه جوړ شوی؟

۹. په اسټرالیا کې ټاکنې چا وګټلې؟

۱۰. اوویسي څنګه مړ شو؟
سفر:

۱. دوبۍ (Dubai)

۲. بالي (Bali)

۳. فُکیت (Phuket)

۴. دوحه (Doha)

۵. اوکلینډ (Auckland)

۶. سینګاپور (Singapore)

۷. هامیلتن ټاپو (Hamilton Island)

۸. لاس انجلس (LA)

۹. د لورډ هاو ټاپو (Lord Howe Island)

۱۰. هونولولو (Honolulu)


شریکول

3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Mujeeb Muneeb

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service