د روان مالي کال له پیل څخه د آسټرالیا د پاسپورټونو په بیو کې ۱۵ سلنه لوړوالی راغلی دی. د جولای له لومړۍ نېټې څخه د پاسپورټونو بیې له ۳۴۶ ډالرو څخه ۳۹۸ ډالرو ته لوړې شوي دي.
د ماشومانو د ۵ کلن پاسپورټ بیه ۲۰۱ ډالر ته پورته شوې، په داسې حال کې چې پخوا ۱۷۵ ډالره وه.
که چېرې د یو شخص پاسپورټ ورک شوی اوسي، د نوي پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره باید ۲۵۰ ډالر فیس ورکړي.
کوم کسان چې د آسټرالیا تابعیت نلري او غواړي د سفر لپاره سند ترلاسه کړي، کولای شي د ټرول ډاکیومنټ (Travel Document) غوښتنه وکړي چې فیس یې ۲۵۰ آسټرالیايي دالره دی.
په څو ورځو کې غواړئ پاسپورټ ترلاسه کړئ؟
اوسمهال په آسټرالیا کې ډیری پاسپورټونه په ۶ اوونیو کې پروسس کېږي، ځینې وخت خلک باید له ۶ اوونیو هم ډېر وخت انتظار وباسي.
هغه کسان چې غواړي د اوونیو پرځای په څو وروځو کې پاسپورټ ترلاسه کړي، د دې لپاره باید اضافي فیس ورکړي.
د جولای میاشتې له لومړۍ نېټې څخه آسټرالیایان کولی شي په پنځو کاري ورځو کې په ۱۰۰ اضافي ډالرو پاسپورټ ترلاسه کړي.
د پنځو کاري ورځو ترڅنګ خلک په دوو ورځو کې هم کولی شي د آسټرالیا پاسپورټ ترلاسه کړي، مګر د هغې لپاره باید ۲۹۰ ډالره اضافي فیس ورکړي.
د آسټرالیا په پاسپورټ څومره هېوادونو ته سفر کولی شئ؟
په روان ۲۰۲۴ کال کې آسټرالیایان کولی شي له ویزې پرته د نړۍ ۱۸۵ هېوادونو ته سفر وکړي.سره لدې چې د آسټرالیا اوسېدونکي کولای شي یو زیات شمېر هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي، مګر د نړۍ ۴۲ هېوادونو ته له سفر مخکې باید ویزه ترلاسه کړي.
له نیمايي څخه زیات هغه هېوادونه چې آسټرالیایان هلته له ویزې پرته سفر نشي کولای افریقايي هېوادونه دي، لکه ګانا ، کینیا او سویلي سوډان.
د آسټرالیا اوسېدونکي د چین، شمالي کوریا او افغانستان په شمول د آسیا ۱۰ هېوادونو ته له سفر مخکې باید د یادو هېوادونو ویزه ترلاسه کړي.
تاسو باید د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره لږترلږه 6 اونۍ وخت ورکړئ. پداسې حال کې چې ډیری پاسپورټونه په 6 اونیو کې ښه پروسس کیږي، ځینې یې ډیر وخت نیسي.
زموږ خپرونه دلته پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.
شریکول



