په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې زیاتې شوي

د کرونا وېروس او نا امنیو له امله په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې زیاتې شوي.

Insecurity, virus sees polio cases rise in Afghanistan

Source: AP

د کرونا وېروس له محدودیتونو وروسته د افغانستان  د روغتیا برخې کار کوونکي هڅه کوي ترڅو د دغه هېواد په کلیو او ښارونو کې په میلیونونو ماشومانو د پولیو واکسین تطبیق کړي.

راپورونه ښيي چې د کرونا ویروس وبا او په افغانستان کې نا امنۍ د دې لامل ګرځېدلي ترڅو د ماشومانو د ګوزڼ په پېښو کې زیاتوالی راشي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په ۲۰۲۰ کال کې د پولیو د لومړي ډول ۵۶ پېښې او د دویم ډول شاوخوا ۳۰۰ پېښې‌ په دغه هېواد کې ثبت شوي.

عادله محمدي د افغانستان په کابل ښار کې د واکسیناتورې په توګه کار کوي، هغه وايی چې یو شمېر خلک ورته د خپلو کورونو دروازې نه خلاصوي او نه غواړي ترڅو ماشومان یې د پولیو واکسین ترلاسه کړي.


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: AP



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now