آیا راشد خان د بېګ باش لیګ په راتلونکو سیالیو کې لوبېږي؟

د آسټرالیا د بېګ باش لیګ دیارلسم پړاو سیالۍ د روان کال، د ډسمبر د میاشتې په ۷ نېټه پیلېږي او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۲۴ نېټه پای ته رسېږي.

Rashid Khan playing for Adelaide Strikers

Rashid Khan playing for Adelaide Strikers Credit: Adelaide Strikers Media

د روان کال په جنورۍ میاشت کې د آسټرالیا کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې له ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند له امله یې د افغانستان له ملي لوبډلې سره درې یو ورځنۍ لوبې لغوه کړي دي.

د آسټرالیا د کرېکټ بورد له دغې پرېکړې وروسته، د افغانستان د کرېکټ یو شمېر لوبغاړو یاده پرېکړه وغوندله او د آسټرالیا له کرېکټ بورډ څخه یې وغوښتل ترڅو خپله پرېکړه بېرته واخلي.
د آسټرالیا د کرېکټ بورډ، د پرېکړې په غبرګون کې راشد خان ویلي وه چې افغانستان د کرېکټ په ډګر کې بریالی سفر کړی دی، مګر دغسې پرېکړې به افغانستان د کرېکټ په برخه کې بېرته شاته بوځي.

نوموړي همدا راز ګواښ کړی وه چې نه غواړي په بېګ باش لیګ کې په لوبېدو سره خلک ناراحته کړي.

په هغه وخت کې راشد خان پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي وه: "که له افغانستان سره لوبه کول د آسټرالیا لپاره دومره نارامه کوونکي وي، نو زه هم نه غواړم چې په بېګ باش لیګ کې په خپل موجودیت سره څوک ناراحته کړم. نو زه به په دې سیالیو کې د خپلې راتلونکې په اړه په جدي فکر وکړم."
مګر په آسټرالیا کې د رسنیو لخوا خپاره شوي راپورونه ښيي چې راشد خان د بېګ باش لیک په راتلونکو سیالیو کې د ګډون پرېکړه کړې ده.

د آسټرالیا د کرېکټ بورډ پر ویب پاڼه په یوه خپاره شوي خبر کې راغلي چې راشد خان د بېګ باش سیالیو ډرافت ته ځان نوماند کړی دی.

د اي اس پي‌ ان (ESPN) شبکې په یوه خبر کې راغلي، راشد خان چارواکو ته ویلي چې علاقه لري ترڅو د راتلونکي اوړي په بېګ باش سیالیو کې ولوبېږي.

امکان لري ترڅو ښاغلی خان له سټرایکرز لوبډلې سره تر یوځای کېدو وروسته لږ تر لږ په ۷ لوبو کې ولوبېږي، مخکې لدې چې د افریقا د ۲۰ اوریزو سیالیو لیګ پیل شي.

شریکول

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service