توکیلاو (Tokelau) په سویلي آرام سمندر کې نوي زیلنډ پورې تړلې سیمه ده چې د نوي زیلنډ او امریکا د هاوايي ایالت ترمنځ، په نیمه لار کې موقعیت لري.
توکیلاو درې ټاپوګانې لري چې د آتافو، نوکونونو و فاکاوفو په نومونو یادېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) لخوا د کرونا وبا له اعلان څخه دوه کاله، دوه میاشتې او ۹ ورځې وروسته په توکیلاو کې د کرونا وېروس لومړۍ پېښې ثبت شوې دي.

د توکیلاو حکومت د مشر، سیوپیلي پیریز لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې دغه پېښه د چټک انټيجن (رپید انټیجن) ټېسټ له ترسره کېدو وروسته معلومه شوې او اخته کسان اوسمهال په قرنطین کې دي.
د توکیلاو ټاپوګانې شاوخوا ۱۵۰۰ نفره نفوس لري او ۹۶ سلنه په شرایطو برابرو کسانو یې د کرونا واکسین ترلاسه کړی دی.
د نوي زیلنډ د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د ډسمبر تر ۳۰ مې نېټې به یادو ټاپوګانو ته طبي تجهیزات، بوسټر واکسینونه، د چټګ انټیجن ټیسټونه او د شخصي خوندیتوب شیان ورسېږي.
د توکیلاو تر ټولو نږدې ګاونډی د سمووا هېواد دی چې شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره ورڅخه لرې پروت دی. دغو ټاپوګانو ته یواځې د کښتیو له لارې خلک سفر کولای شي او شاوخوا ۲۴ ساعته وخت نیسي.
مسئولین پدې باور دی چې دغو ټاپوګانو ته د کرونا وېروس د هغې ډلې سیلانیانو لخوا انتقال شوی چې د سمووا هېواد له اپیا سیمې څخه ورغلي وه.
دغو ټاپوګانو ته ډیری د نوي زیلنډ او هاوايي ایالت داسې اوسېدونکي ورځي چې د توکیلاو اصلي اوسېدونکي دي.
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

