مهم ټکي:
- د تېرې شنبې په ورځ د سیډني ښار د بونډای جنکشن په وېسټفیلډ شاپنګ سنټر کې یو سړي ۶ کسان په چړې ووژل او لږترلږه ۱۲ کسان یې ټپیان کړل.
- په دغه برید کې یو پاکستانی سیکیورټي کارډ وژل شوی او یو بل پاکستانی ټپي شوی دی چې آسټرالیا غواړي دایمي ویزه ورکړي.
- د آسټرالیا حکومت یوه فرانسوي تبعه ته هم دایمي ویزه ورکوي چې د برید پرمهال یې د خلکو د ژوند د ژغورلو هڅه کړې.
د سیډني ښار د بونډای جنکشن په وېسټفیلډ شاپنګ سنټر کې د تېرې شبنې په ورځ، جویل کوچي ۶ کسان په چړې ووژل او لږترلږه ۱۲ کسان یې ټپیان کړل.
د شپږو وژل شویو کسانو په ډله کې ۵ ښځې او یو پاکستانی سیکیورتي کارډ شامل و.
د آسټرالیا د احمدیه مسلمانانو ټولنې ویلي چې د شنبې د ورځې په برید کې یو تن وژل شوی فراز طاهر نومېده چې "یوازې یو کال دمخه یې په آسټرالیا کې د پناه غوښتنه کړې وه او په خپل هېواد پاکستان کې له ظلم څخه را تښتېدلی وو."
ځینې راپورونه ښيي چې فراز طاهر د بونډای جنګشن په شاپنګ سنټر کې د سیکیورټي ګارډ په توګه دنده ترسره کوله او دندې په لومړۍ ورځ ووژل شو.
د بونډای جنګشن شاپنګ سنټر د ټپیانو په ډله کې یو پاکستانی سیکیورټي ګارډ هم شامل دی چې اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د آسټرالیا لومړي وزیر انتوني البنیزي تایید کړې چې ټپي شوي پاکستاني سیکیورټي ګارډ ته به دایمي ویزه ورکړل شي.
ټپي شوی سیکیورټي ګارډ محمد طحه، د برید کوونکي جویل کوچي(Joel Cauchi) له برید وروسته روغتون ته انتقال شوی.
د Australian په نوم ورځپاڼې راپور ورکړی چې طحه اوسمهال د فراغت لنډمهاله ویزه لري او د ویزې وخت یې کم پاتې دی.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

