په افغانستان کې د ترسره شویو جنګي جرمونو افشا کوونکی په نږدې ۶ کاله بند محکوم شو

ډیویډ مک برایډ له خبریالانو سره د پټو معلوماتو د شریکولو په تور په ۵ کاله او ۸ میاشتې بند محکوم شو.

DAVID MCBRIDE COURT

Whistleblower David McBride (centre, with glasses) arrives at court (AAP) Source: AAP / MICK TSIKAS/AAPIMAGE

د آسټرالیا د پوځ پخوانی وکیل ډیویډ مک برایډ هغه څوک دی چې پټ پوځي اسناد یې له خبریالانو سره شریک کړي، کوم چې په افغانستان کې آسټرالیايي سرتیري په جنګي جرمونو تورنوي.

مک برایډ د آسټرالیا د دفاعي ځواک د محرمو موادو د غلا کولو او خبریالانو سره د شریکولو په جرم اعتراف کړی دی.

د آسټرالیا د مرکزي سیمې د سترې محکمې قاضي ډیویډ موسوپ، مک براید نن سهار په ۵ کاله او ۸ میاشتې بند محکوم کړ.

هغه له دوه کاله او درې میاشتې زندان (د ۲۰۲۶ کال له اګسټ) وروسته ممکن په ضمانت خوشې شي.

مک براید د محکمې مخې ته خپلو پلویانو ته ویلي چې د غلطو کارونو په افشا کولو سره یې خپله دنده ترسره کړې.

افشا شوي اسناد، د دې لامل ګرځېدلي ترڅو د آسټرالیا د ځانګړو ځواکونو د سرتیرو په اړه د ادعا شویو جنګي جرمونو په اړه راپورونه خپاره شي.

یوې پلټنې وروسته د احتمالي جنګي جرمونو د ۲۳ پیښو په اړه معتبر معلومات موندلي چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ د ۳۹ افغانانو وژنه پکې شامله وه.

د بشري حقونو ملاتړي او مدافع وکیلانو استدلال کوي چې د افشا کوونکي مجازات به د بیان په آزادۍ اغیزه وکړي او خلک به د غلطو کارونو له افشا کولو یریږي.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now