د آسټرالیا مخابراتي شبکې غواړي د ۳جي (3G) خدمتونه بند کړي

د ۳جي خدمتونو له بندېدو سره به تر نیم میلیون ډېر خلک له جدي ستونزو سره مخ شي.

Mobile

د آسټرالیا مخابراتي شبکې غواړي د ۳جي (3G) شبکې خدمتونه بند کړي Source: Pixabay / Pixabay/bssmadeit

د ټېلسټرا (Telstra) شرکت تیاری نیسي ترڅو د اګست په ۳۱مه نېټه، د ۳جي (3G) خدمتونه بند کړي.

پر ټېلسټرا سربیره د آسټرالیا نورې مخابراتي شبکې هم غواړي د ۳جي خدمتونه بند کړي. د اپټس (Optus) مخابراتي شرکت به په سپتمبر، ټي پي جي (TPG) او ووډافون (Vodafone) د راتلونکي کال په جنورۍ میاشت کې د ۳جي شبکې خدمتونه بند کړي.
په آسټرالیا کې د ۴جي او ۵جي خدمتونو په پراخېدو سره مخابراتي شبکې د ۳جې خدمتونه بندوي.

مګر د مخابراتو د صنعت وروستۍ شمېرې ښيي چېې تر۵۳۰ زرو آسټرالیایان داسې وسایل لري چې د ۴جي (4G) شبکې سره مطابقت نلري. په دې معنی چې د ۳جي د خدمتونو په بندېدو سره به دغه کسان له جدي ستونزو سره مخ شي او وبه نشي کولی د بېړنیو خدمتونو شمېرې (۰۰۰) ته زنګ ووهي.

د آسټرالیا د مخابراتو وزیرې میشل راولند ویلي چې دغه شمېرې د "ژورې اندیښنې وړ" دي.

هغې ویلي چې د مخابراتي خدمتونو وړاندې کوونکي له اغیزمنو پیرودونکو سره اړیکه نیسي او دا کاروونکي باید اقدام وکړي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service