پداسې حال کې چې آسټرالیا په عمومي ډول د دوی د آرامه کلتور لپاره پیژندل کیږي، خو هره غونډه خپل ناڅرګند مقررات او توقعات لري.
د خلکو کورونو ته د ځانګړو پروګرامونو لپاره ورتګ په مختلفو کلتورونو کې یو معمول دی. په آسټرالیا کې د کباب پخونو یا باربکیو ناستې خورا مشهوره دي.
ظریفه هارډي، د آسترالیا د آداب د ښوونځي رییسه ده. هغه وايي د باربکیو جوړول او د هغې شاوخوا ته د خلکو را غونډېدل په آسټرالیا کې د ساعتیرۍ لومړی انتخاب دی.

اغلې هارډي وايي، که چېرې تاسو د کور شاته په حویلۍ کې خواړه تیاروۍ یا د کور دننه د ماښام ډوډۍ کوربه یاست، د یو ښه کوربتوب لپاره مهمه ده ترڅو تاسو چمتووالی ولرئ.
هغه وايي، د دې لپاره ترڅو تاسو له میلمنو سره د وخت تېرولو لپاره کافي وخت ولرئ، مهمه ترڅو هر څخه تیار کړئ.
د میلمه په توګه باید تاسو یو شمېر نورې خبرې هم په پام کې ولرئ، لکه میلمستیا ته ناوخته ورنشئ ځکه په آسټرالیا کې میلمستیا په وخت ورتګ یوه مهمه خبره ده.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.




