ایا پوهېږئ چې د آسټرالیا اصلي اوسیدونکي له لسګونو زرو کلونو راهیسې د ځمکې د ساتنې لپاره له اور څخه کار اخلي؟ شواهد ښیي چې د کلتوري سوځونو طریقې نه یوازې د ځنګلونو د اورونو شدت کمولو کې مرسته کوي بلکې د سالم ایکوسیستم په ساتلو کې هم مهم رول لوبوي.
د ډېریو لپاره چې د آسټرالیا په څیر د اور اخیستلو وړ چاپیریال کې ژوند کوي دا ستونزمنه ده چې اور ته له ګواښ پرته په بل نظر وګوري.
اور د میلیونونو کلونو لپاره د آسټرالیا لویی وچې ته شکل ورکړی او د دغې لویې وچې په ډیری ایکولوژیکي ټولنو کې د نباتاتو او څارویو نفوس په توازن کې یې مهم رول لوبوي.
د زرګونو کلونو لپاره د آسټرالیا لومړنیو اوسېډونکو دغه ځمکه د اور په کارولو سره د حیاتي وسیلې په توګه ساتلې او اداره کړې ده.
مهرباني وکړئ له دې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.



