په اسټرالیا کې روغتیايي چارواکي خلکو ته سپارښتنه کوي چې د انفلوانزا (زکام) ضد واکسین واخلي، ځکه تېر کال د انفلونزا فصل بېساری سخت او د مرګژوبلې او ثبت شویو پېښو شمېر هم ډېر لوړ و. سږکال هم روغتیایي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د انفلونزا ځینې ډولونه په چټکۍ خپرېږي او ښايي پر عامه روغتیا فشار زیات کړي. په همدې تړاو، مونږ له ډاکټر فرحت الله هاشمي سره مرکه کړې؛ او د واکسین د اهمیت، د خطر ډلو، د واکسین د مناسب وخت، او د انفلونزا د مخنیوي عملي لارو چارو په هکله مو خبرې کړې دي.
د اس بي اس پښتو راپورونه او مرکې دلته اورېدلی شئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونو اورېدلو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورې موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.




