Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

ځوان کډوال د اسټرالیا د کرکټ په ملي لوبډله کې د لوبېدو هیله لري

PHOTO-2026-04-10-13-29-40.jpg
source:supplied

نویان رستمی یو هزاره ځوان دی چې د لویدیځې اسټرالیا د ۱۹ کلنو نه کم عمره کرکټ لوبډلې کې لوبې کوي. نوموړئ د کرېکټ اسټرالیا لخوا د ۱۹ کلنو نه کم عمره (U19) د استعدادونو کمپ چې په اډیلیډ کې ترسره شو بلل شوی وو.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Somaya Shafiqi

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


نویان رستمی یو هزاره ځوان دی چې د لویدیځې اسټرالیا د ۱۹ کلنو نه کم عمره کرکټ لوبډلې کې لوبې کوي. نوموړئ د کرېکټ اسټرالیا لخوا د ۱۹ کلنو نه کم عمره (U19) د استعدادونو کمپ چې په اډیلیډ کې ترسره شو بلل شوی وو.


نویان رستمی په افغانستان کې زیږیدلی دی. په ۲۰۱۸ کال کې چې ۱۰ کلن وو اسټرالیا ته کډوال شوی. د خپلې کډوالی او مهاجرت د پیل ورځو په هکله وايي:« په کې لار ستونزمنه وه او زه نپوهیدلم څنګه بل پړاو ته لار پیدا کړم.»

ښاغلی رستمي وايي د ځای کلپونو له لارې یې خپل کرکټ پيل کړ.

او د gosnells cricket club لخوایې لوبې پيل کړیې تر دریو کلونو له یاد کلب سره لوبیدلی دی او وروسته بیا د لویدیځې اسټرالیا کرکټ اکډیمی کې لوبې پيل کړېدي.

ښاغلي رستمي د کرېکټ اسټرالیا له خوا د ۱۹ کلنو نه کم عمره کرکټ (U19) د استعدادونو کمپ چې په اډیلیډ کې ترسره شوی د خپلې تجربې په هکله وایي:« ډېر شیان هلته نوي وو، هلته ما په لوړه کچه د کرکټ تمرین ترسره کړ، او دا یوه ښه تجربه وه.»

هغه د خپل کرکټ د سټایل په هکله وایي:« زه هم توپ وهونکی یم او هم توپ اچوونکی، یعنی د آل راونډر په توګه لوبېږم.»

ښاغلی رستمی زیاتوي د اسټرالیایی لوبغاړي Cameron Green سټایل ته ورته غواړم لوبې وکړم.

PHOTO-2026-04-10-13-29-40 (2).jpg

ښاغلی رستمی د افغانستان د ملی لوبډلې د لوبغاړیو په هکله وايی:« زه تل د کرکټ ملی لوبډله ستایم، او عظمت الله عمرزی مې د خوښې لوبغاړی دی، غواړم د هغه په شان لوبه وکړم.»

ښاغلی رستمی وايي هیله مند دی یوه ورځ د افغانستان لیګ کې ولوبیږي.

هغه د نویو راغلوځوانان په هکله وایي دلته د پرمختګ لپاره ډېرې لارې شته خو باید خپله هڅه وکړئ.

ښاغلی رستمي وایي دی نشي ویلی چې اوس به زر د اسټرالیا په کچه د ۱۹ کلنو نه کم عمره ډلې ته غوره شي خو هیله مند دی یوه ورځ د اسټرالیا په ملی لوبډله کې هم ولوبږي.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now