ډیری کورنی ادعا کوي چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ د افغانستان د پوځي عملیاتو پر مهال، د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو د غړو له خوا یې خپلوان وژل شوي یا په ناقانونه ډول وهل ټکول شوي دي.
د دفاع وزارت اس بی اس ته ویلي چې د “افغانستان د پلټنو د غرامت طرحه” چې په ۲۰۲۴ کال کې جوړه شوې، لا هم فعاله ده.
دا طرحه د قربانیانو کورنیو او هغو کسانو ته چې د غیرقانوني بریدونو یا د شتمنیو د ویجاړېدو له امله اغېزمن شوي وي او د ځانګړي پلټونکي لخوا دا موارد باوري بلل شوي وي دوی کولی شي دغرامت غوښتنه وکړي.
په اسټرالیا کې د افغانانو د ټولنو مشران د رابرټس-سمېت د نیول کېدو هرکلی کوي او غواړي چې پلټنې د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو د رهبرۍ تر لوړو پوړو پورې وغځول شي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.














