Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

آیا رښتیا هم د پاکستاني طالبانو تحریک غړي په افغانستان کې پتڼځایونه لري؟

Death toll from Pakistan airstrikes raises to 47

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د جنوري په لومړۍ نیټه په خپلو تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړ چې هېواد به يې د پاکستاني طالبانو د ځپلو په نوم د افغانستان په خاوره کې عملیات وکړي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Rahimudin Oriakhail

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د جنوري په لومړۍ نیټه په خپلو تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړ چې هېواد به يې د پاکستاني طالبانو د ځپلو په نوم د افغانستان په خاوره کې عملیات وکړي.


پاکستان چې ډېره ځله د افغانستان د تېره جمهوري نظام پر مهال په دې تورن شوی وه چې په خپله خاوره کې يې ترهګرو ډلو ته امن ځایونو ورکړي، په دې وروستیو کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په دغه هېواد کې د پاکستان د تحریک طالبان ډلې د فعالیتونو له زیاتېدو خبر ورکړي او بیا بیا يې ادعا کړې چې TTP د افغانستان له خاورې د دوی خلاف بریدونه سمبالوي.

د دغو ادعاو پر داوم د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د جنوري په لومړۍ نیټه په خپلو تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړ چې هېواد به يې د پاکستاني طالبانو د ځپلو په نوم د افغانستان په خاوره کې عملیات وکړي.

نوموړي اکسپرس نیوز ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، که د طالبانو سرپرست حکومت په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک پټنځایونه له منځه یونه سي ښايې پاکستان پر دغه پټنځایونو برید وڅیړي.

تحریک طالبان پاکستان چې له افغان طالبانو سره خورا نږدې اړیکې لري، په دې وروستیو کې د پاکستان له حکومتي ځواکونو سره خپل اوربند پای ته ورساوه او یو وار بیا يې بریدونه پرې پیل کړي.

مهرباني وکړئ پدې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now