طالبانو په افغانستان کې د تېر میلادي کال د ډسمبر په څلوریشتمه په غیر دولتي او کورنیو موسسو ک ښځې له کارکولو منع کړې او عمده لامل يې هم دا وښود چې اکثره ښځو چې په دې موسسو کې کار کاوه اسلامي حجاب نه مراعتاوه.
د طالبانو دا پرېکړه که څه هم په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې او د غندلو دا لړۍ لا هم راون ده خو د طالبانو حکومت په پرېکړه يې هېڅ اغېز نه ده کړی.
ګڼو هېوادونو او د بشري حقونو خواخوږو د طالبانو پر دې پریګړې اعتراض کړی او ډیر سازمونونو په افغانستان کې خپل کار ځنډولی.
د معلوماتو له مخې په افغانستان کې۱۲۶۰ نادولتي سازمانونه کار کوي چې پکې زرګونه میرمنې د صحي، ښوونیزو او خوارکي خدماتو په وړاندې کیدو بوختي دي.
خو له دغې ډلې د یو شمېر سازمانو په بندیدو سره ډیر شمېر ښځو او نجونو چې په دې موسسو کې کار کاوه بې روزګاره شوې دي.
د امریکا د پرمختايي ادارې یا USID د معلوماتو له مخې په ملي او نړیوالو نادولتي موسسو کې د ښځو د کار د بندیز په اړه د طالبانو له پرېکړې وروسته اوسمهال په افغانستان کې ۱۱.۶ میلیون میرمنې او نجونې حیاتې بشري مرستې نه شي ترلاسه کولای.
ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې بیا د ۱۵۱ موسسو له مشرانو سره د خبرو پر بنسټ دا موندلې، چې د ۸۶ سلنه هغو موسسو چې مشري يې ښځي کوي، چارې دریدلي اویا يې هم فعالیت کم شوی دی.
که څه هم د طالبانو له دغې پریکړې وروسته د ملګرو ملتونو سازمانونو په مشرۍ یو شمېر نړیوالو سازمونونو هڅې پیل کړې چې دغه ډله دې ته اړه کړي چې خپله کړې پرېکړه بېرته واخلي خو له يې کومه پاېله نه ده ورکړې.
مهرباني وکړئ، په دې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.






