'هېڅ هېواد یې په رسمیت نه پېژني ': په ملګرو ملتونو کې د طالبانو غړیتوب ولې بیا رد شوو؟

United Nations-Russia-Ukraine

ملګرو ملتونو د طالبانو ترڅنګ د برما د نظامي حکومت او د لیبیا په ختیځ کې د مخالف حکومت غوښتنه هم رد کړله. Source: AP / Bebeto Matthews/AAP

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلي د ډسمبر په ۱۶ مه د رايو په اکثریت سره بو ځل بیا طالبانو ته په دغې نړیوالې ادارې کې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ د ورسپارلو پرېکړه وځنډوله.


ملګرو ملتونو یو ځل بیا پرېکړه وکړه ترڅو په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ به د پخواني استازي سره وي کوم چې د افغانستان د تیر جمهوري نظام د مخکني جمهور رییس محمد اشرف غني په واکمنۍ کې دې ادارې ته ورپیژندل شوی و.

ملګرو ملتونو د طالبانو ترڅنګ د برما د نظامي حکومت او د لیبیا په ختیځ کې د مخالف حکومت غوښتنه هم رد کړله.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ۱۹۳ غړیو د دې سازمان د اعتبار د کمیټې دغه پرېکړه له رايې ورکولو پرته تصویب کړه.

د اعتبار ورکولو په دې کمېټه کې چین، روسیه او امریکا هم شامل دي.

چین او روسیه ظاهرا د طالبانو د حکومت ملاتړي بلل کیږي او کابل کې يې اوس سفارتي چارې هم راونې دي.

له هغې راهیسې چې طالبانو بیاځلې په افغانستان کې واک تر لاسه کړی، دا دوهم ځل دی چې د اعتبار کمېټه غونډه کوي او د ملګرو ملتونو سازمان کې د طالبانو د استازي له منلو ډډه کوي.

مهرباني وکړئ پډې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now