پاکستان اوسمهال په وزیرستان کې په لویو پروژو کار کوي ترڅو د غلام خان بندر هم په یوه مهمه تجارتي بندر بدل کړي
د جنوبي وزیرستان مرستیال کمشنر شاهد علي خان ویلي چې دولت خلکو ته د آسانتیاوو برابرولو لپاره په لویو پروژو کار پیل کړی.
هغه وايي چې اوسمهال تر ټولو لویه ستونزه د سړکونو ده چې د جوړولو لپاره یې بودیجه ځانګړې شوي.
نوموړی زیاتوي چې د سړکونو او سوداګریز ترمینل له جوړېدلو سره به غلام خان بند هم د تورخم په څېر په یوه مهمه سوداګریز بند بدل شي.
پدې اړه لا ډېر جزیات د اسلام ګل افریدي په رپوټ کې واوئ.
شریکول





