د طالبانو له یو ځل بیا واکمنېدو راهیسې پر افغان ښځو باندې محدودیتونه د هرې ورځې په تېرېدلو سره د زیاتېدو په حال کې دي.
په ورستیو کې طالبانو د افغان ښځو پرمخ د پوهنتونونو دروازې و تړلې او ښځې یې يه موسسو کې له کار څخه منع کړې.
د آسټرالیا په یو شمېر ښارونو کې د افغان ښځو د ملاتړ په موخه لاریونونه ترسره شوي.
د همدغې موضوع په اړه مو له ښاغلي سمیع مهمند سره چې د سیډني او نیوکاسل ښارونو په لاریونونو کې یې برخه اخیستې وه، مرکه ترسره کړې.
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.





