کورنی تاوتریخوالی له هغو ویجاړونکو ټولنیزو ستونزو څخه دی چې د انسان د ژوند او ټولنې له پیل راهیسې یې درد او محرومیت رامینځته کړی او کورنۍ یې ټوټې ټوټې کړې دي.
سره له دې چې په ملي او نړیواله کچه د دې د مخنیوي لپاره ګڼ شمېر هڅې شوي، خو دغه ټولنیزه ستونزه لا هم په ټولو انساني ټولنو کې شتون لري.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د وروستي راپور له مخې، په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۳۰ سلنه ښځې په خپل ژوند کې لږ تر لږه یو ځل د خپل میړه یا د ژوند د ملګري لخوا، د فزیکي یا جنسي تاوتریخوالي یا هم د نورو خلکو لخوا د جنسي تاوتریخوالي قرباني شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان (UN Women) لخوا خپرې شوې شمېرې دا هم ښیي چې نږدې ۷۳۶ میلیونه ښځې، یعنې له هرو دریو ښځو څخه یوه ښځه چې له ۱۵ کلونو لوی عمر لري په خپل ژوند کې د فزیکي یا جنسي تاوتریخوالي قرباني شوي دي.
په عین حال کې، د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر (UNODC) او د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر (UNWME) یو ګډ راپور ښیي چې په اوسط ډول، په ټوله نړۍ کې هره ورځ شاوخوا ۱۴۰ ښځې او نجونې د خپلو میړونو یا د کورنۍ د غړو لخوا وژل کیږي.
بله خوا، د آسټرالیا د روغتیا او هوساینې انسټیټیوټ شمېرې ښيي چې، نږدې ۳.۸ میلیونه لویانو له ۱۵ کلنۍ وروسته کورنی یا جنسي تاوتریخوالی تجربه کړی دی.
د آسټرالیا د روغتیا او هوساینې انسټیټیوټ په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په هرو شپږو میرمنو کې یوې د خپل ژوند د ملګري لخوا فزیکي یا جنسي تاوتریخوالی تجربه کړی دی او په هرو څلورو میرمنو کې یوه په احساساتي ډول ځورول شوې هم ده.
لا ډېر ولولئ

کورنی تاوتریخوالی د اسلام له نظره څرنګه عمل دی؟
د ۲۰۲۵ کال د مې په ۱۶مه نېټه، د آسټرالیا په کوینزلنډ ایالت کې يوه ۲۳ کلنه افغانه ښځه د خپل مېړه او د مېړه د ورور له لوري ووژل شوه. تر دې وړاندې، د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۲۹مه نېټه د وېکتوريا ايالت محکمې يوه افغانه مور د آسټراليا د جبري ودونو له قوانينو د سرغړونې له امله په بند محکومه کړه.
دغه ښځه چې سکينه محمدجان نومېده، خپله ۲۰ کلنه لور یې جبري واده ته اړه کړې وه ترڅو له هغه سړي سره واده وکړي چې وروسته يې ووژله.
دغه دوه بېلګې د آسټراليا د افغانانو په ټولنه کې د کورني تاوتریخوالي څرګند مثالونه دي، چې د حکومت د مداخلې سبب شوي او مجرمینو ته د سزا ورکولو لامل شوي دي.
په لویدیځې آسټرالیا کې مېشته افغانه، فاطمه فقیري د هغو ښځو له ډلې څخه ده چې په خپل ژوند کې یې کورنی تاوتریخوالی تجربه کړی.
هغه چې اوس د ژباړونکې په توګه کار کوي، وايي ۱۸ کلنه و چې واده یې وکړ او د واده په ویزې آسترالیا ته راغله. خو د کډو ژوند په لومړيو کې له کورني تاوتریخوالي سره مخامخ شوه.
هغه وايي: "زه ۱۸ کلنه وم چې واده مې وکړ او د واده په ویزې آسټرالیا ته راغلم. آسټرالیا هغه هېواد و چې تمه مې لرله له هغه کس سره چې واده مې ورسره کړی، ښکلی او ښه ژوند ولرم. ځکه چې زما مېړه مختلف هیوادونه لیدلي وو، ما فکر کاوه چې هغه به د ژوند په اړه پراخه لیدلوری ولري، بشري حقونه به درک کړي او ښه راتلونکې به ولرو. خو له بده مرغه، هغه څه ونه شول لکه څنګه چې ما فکر کاوه."

فاطمه فقیري
هغه وايي: "په سمه توګه مې نه یادېږي، ځکه دا کیسه د شل کاله پخوا ده. خو هره میاشت به یې وهل او ټکولم. کله به چې د میاشتې پای را رسېدلو او لیدل به مې چې پر ما تشدد نه دی شوی، نو حیرانه به شوم."
"هر وخت به له وهلو ټکولو، لفظي سپکاوي، مالي کنټرول او یا هم د کور د لګښت نه رسولو سره مخ کېدم، خو زه نه پوهېدم، ځکه چې کوچنۍ وم او هغه وخت په آسترالیا کې د افغانانو ټولنه هم کوچنۍ وه."
فاطمې له یوې خوا یوازېتوب تجربه کاوه او له بلې خوا یې نه غوښتل چې کورنۍ یې له منځه ولاړه شي، له همدې امله یې شل کاله یې له تاوتریخوالي او ستونزو ډک ژوند تیر کړ. خو د ۲۰۲۵ کال په پیل کې وتوانېدله چې له دې دردناکې اړیکې ځان خلاص کړي.
په آسټرالیا کې کورنی تاوتریخوالی د قانون له مخې څنګه تعریفېږي؟
په آسټرالیا کې د کورني تاوتریخوالي اړوند قوانین هم په فدرالي او هم په ایالتي کچه شتون لري.
د دې قوانینو عمومي چوکاټ د قربانیانو د ساتنې، د تاوتریخوالي د بیا تکرار د مخنیوي او مرتکبینو ته د سزا ورکولو پر بنسټ ولاړ دی. په فدرالي کچه، په دې اړه تر ټولو مهم قانون د آسټرالیا د کورنۍ قانون (Family Law Act 1975) دی چې فامیلي محکمې مکلفوي ترڅو د ماشومانو د سرپرستۍ د پرېکړو پر مهال د کورني تاوتریخوالي هر ډول شواهد په پام کې ونیسي.
د دې قانون له مخې، د ماشومانو او والدینو خوندیتوب یو لومړیتوب دی او که چیرې تاوتریخوالی ثابت شي، محکمه کولی شي والدین له خپلو ماشومانو سره لیدنې څخه منع کړي یا هم محدودیت ولګوي.
د ایالتونو او سیمو په کچه، د آسټرالیا هر ایالت له کورني تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره خپل قوانین لري، مګر دا ټول په اصل کې ورته دي.
په سېډني کې مېشت افغان وکیل ډاکټر نذیر داور، د کورني تاوتریخوالي د تعریف په اړه وايي چې د آسټرالیا په جزایي قانون کې، درې کټګورۍ په پام کې نیول شوي دي: فزیکي عمل، ناوړه ګټه اخیستنه یا غیرقانوني کارول، او د ناوړه عمل یا چلند ګواښ.
هغه وايي: "په فزیکي عمل ګواښل، وهل ټکول، په چا لاړې تویول، یرغمل نیول یا په کوټه کې بندول، جنسي ځورونه، ناوړه ګټه اخیستنه، ټېله کول، له زده کړو او کار څخه منع کول، د دیني او مذهبي مراسمو د ادا کولو مخنیوی، مالي کنټرول، روحي او رواني فشار، لفظي ګواښ او سپک الفاظ، اخطار او نامناسبې خبرې—دا ټول د تاوتریخوالي بېلابېل ډولونه ګڼل کېږي. "خو په جزايي قانون کې، د دې لپاره درې کټګورۍ شتون لري ... نور ډولونه هم په دې دریو کټګوریو کې راځي."
په آسټرالیا کې کورنی تاوتریخوالی یو څو اړخیزه پدیده ده چې له ټولنیزو، کلتوري، اقتصادي او فردي عواملو سرچینه اخلي.

په سېډني کې مېشت افغان وکیل، ډاکټر نذیر داور
په هغو کورنیو کې چې نارینه ځان پورته ګڼي او د واکمنۍ فکر شتون لري، د تاوتریخوالي کچه له منځنۍ کچې څخه ۵ برابره لوړه راپور شوې ده.همدا راز، د الکولو او نشهيي موادو کارول د تاوتریخوالي په شدت کې مهم رول لري.
اقتصادي ستونزې هم یو مهم عامل بلل کېږي. د بېلګې په توګه، د کوویډ–۱۹ د وبا پر مهال د مالي فشارونو او قرنطین له امله د کورني تاوتریخوالي پېښې ۲۵ سلنه زیاتې شوې وې.
سربیره پر دې د ماشوموالي پر مهال د تاوتریخوالي تجربه، په مهاجرو ټولنو کې د کلتوري فشارونو شتون او د ښځو له حقونو څخه بې خبري هغه نور مهم عوامل دي چې د دې ستونزې د دوام سبب ګرځي.
هغه ماشومان چې له تاوتریخوالۍ څخه ډک چاپېریال کې لویېږي، د لویوالي پر مهال د تاوتریخوالي له خطر سره ډېر مخ کېږي.
د کډوالو او مهاجرو په ټولنو کې د ښځو مالي انحصار او کلتوري محدودیتونه د دې سبب کېږي چې له زیانمنونکو اړیکو څخه د وتلو توان ونه لري. همدارنګه د ملاتړ د خدمتونو، لکه سرپناه، رواني مشورې او حقوقي مرستې په اړه د پوهاوي نشتوالی هم په ټولنه کې د تاوتریخوالي دوام ته زمینه برابریږي.
نوریه محرابي د STARTTS په نوم د صدماتو او رواني اختلالاتو د درملنې په ادارې کې د رواني مشاورې او روزونکې په توګه کار کوي.
هغه له تېرو څه باندې ۳۰ کلونو راهیسې په همدې ادارې کې کار کوي چې اصلي دنده یې د مهاجرینو او پناه غوښتونکو ملاتړ کول دي.
هغه وايي: "د کورني تاوتریخوالي یو لوی لامل د جنسیت نابرابري او ټولنیز جوړښت دی، چیرې چې ممکن په ټولنه کې [په ځانګړي توګه د نارینه وو او ښځو ترمنځ] د ځواک ناانډولي شتون ولري. کلتوري مسلې هم دلته رول لوبوي. د کډوالو تجربه هم مهمه ده. البته، کورني تاوتریخوالی شتون په هره ټولنه کې ممکن دی؛ مګر دا ممکن د ځانګړو دلایلو له امله د کډوالو ترمنځ ډیر عام وي."

نوریه محرابي
"یوه څېړنه ښيي چې په آسترالیا کې ۳۰ سلنه مهاجرین د ژوند په لومړیو دوو کلونو کې جلا کېږي."
"البته بېلابېل لاملونه لري. یو له لامل یې د تېر وخت ترخې تجربې او ټروما ده. د مهاجرت فشار، نورو هېوادونو ته تېښته. کله چې نوي هېواد ته راځي، په داسې حالت کې وي چې له هرې خوا تر فشار او استرس لاندې وي…"
کورنی تاوتریخوالی د اسلام له نظره هم یو بد او د اخلاقو خلاف کړنه ګڼل کېږي.
ډاکټر امینالدین مظفري چې د جمهوریت په دورې کې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مرستیال و، اوس د آسټرالیا په سېډني ښار کې ژوند کوي.
ډاکټر مظفري، د فقه او قانون په برخه کې د دوکتورا تر کچې پورې زده کړې کړي دي.
ډاکټر مظفري د کورني تاوتریخوالي په اړه د اسلام د موقف په اړه وايي:
"کورنی تاوتریخوالی له فقي او حقوقي نظره بیلا بیل ډولونه لري، لکه فزیکي تاوتریخوالی، رواني او عاطفي تاوتریخوالی، اقتصادي تاوتریخوالی، جنسي تاوتریخوالی، ټولنیز تاوتریخوالی او داسې نور."
" دا تاوتریخوالی چې په هر ډول وي په اصل کې یو منکر، ناروا او غیر مشروع کار ده او د ظلم او استبداد له ډولونو څخه یو ډول دغه کورنی تاوتریخوالی دی. "
په آسټرالیا کې د کورني تاوتریخوالي مرتکبین څنګه مجازات کېږي؟
په دې اړه مدافع وکیل ډاکټر نذیر داور وايي:
"د تاوتریخوالي سزاګانې د آسټرالیا په ټولو ایالتونو کې توپیر لري، مګر عموما د عمل شدت پورې اړه لري او له سزا سره متناسب دي. که د کورني تاوتریخوالي کچه زیاته وي، نو جزا یې هم زیاته وي او که کمه وي، جزا یې هم کمه وي."
که چېرې تاسو او یا داسې کس چې تاسو یې پېژنۍ ، کورنی تاوتریخوالی تجربه کوي نو د 1800RESPECT ادارې ته په ۷۳۲ ۷۳۷ ۱۸۰۰ شمېره زنګ ووهئ یا له 1800respect.org.au څخه لیدنه وکړئ.
په بېړني حالت کې درې صفر (۰۰۰) شمېرې ته زنګ ووهئ.
د نارینه وو د مشورې خدمتونو لپاره چې د No to Violence ادارې لخوا وړاندې کېږي، ۴۹۱ ۷۶۶ ۱۳۰۰ شمېرې ته زنګ ووهئ.
همدا راز تاسو کولای شئ ، د لایف لاین ادارې ته په ۱۴ ۱۱ ۱۳ شمېره زنګ ووهئ یا هم له lifeline.org.au څخه لیدنه وکړئ.




