ملګرو ملتونو لومړي ځل لپاره په کال ۱۹۹۹ کې د فبروری مياشت ۲۱ نيټه د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ ونوموله او له ۲۰۰۰ کال راهيسې دا ورځ په ټوله نړۍ کې لمانځل کيږي.
اسټراليا کې ميشت د پوهنتون استاد او ليکوال ډاکټر احسان آذري د مورنۍ ژبې ارزښت له ژبې لا ډير وړاندې بيانوي.
د ښاغلي په وينا د مورنۍ ژبې ساتلو سره د يو شخص ذهني او ټولنيزه وده کې ډير مهم رول لوبوي.
بله خوا د ژبې ساتلو سره يو انسان تل د هويت لرلو احساس کوي.
زده کوونکي چې خپل مورنۍ ژبې ترڅنګ د بلې ژبې زده کړه کوي زيرک وي او مورنۍ ژبه ډيره کې د يو زده کوونکي بڼسټ جوړوي.
ماشومان مورنۍ ژبې زده کړې او پرې خبرو سره خپل پر ځان باور ترلاسه کوي او خپل فرهنګي هويت باندې پوهيږي کوم چې له دوی سره په ژوند کې ډيره مرسته کوي.
د مورنۍ ژبې ساتل، پالل او کارول ستاسو د ژوند پر ټولو برخو مثبت اغيز شيندي.
د مورنۍ ژبې لا ډيرې نورې ګټې مو تاسو ته د پوهنتون استاد له خولې راخيستي چې بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.
———————————————————————————
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې
ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ
زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.





