وړاندوینه شوې چې د روانې اوونۍ تر جمعې پورې به د نیو ساوت وېلز، کوینزلند، سویلي آسټرالیا، لویدیزې آسټرالیا، شمالي او مرکزي سیمو ځینې برخې د تودوخې څپه تجربه کړي.
په روانه اوونۍ کې د تودوخې د څپې خبرداری د آسټرالیا له نیمايي څخه د زیاتو سیمو اوسېدونکو ته ورکړل شوی، چې د روان اوړي د تودوخې لومړۍ لویه څپه به وي.
د نیو ساوت وېلز ایالت اوسېدونکو ته د تودوخې د څپې خبرداری له نن (چهارشنبې) څخه د دریو ورځو لپاره صادر شوی.
د نیو ساوت وېلز ایالت په ډیری سیمو کې به د تودوخې درجه له ۳۰ څخه تر ۴۰ سانتي ګریته پورې واوسېږي. د هېواد په کچه په ځینو سیمو کې د تودوخې درجه ممکن ۴۵ درجو ته ورسېږي.
په نیو ساوت وېلز ایالت کې د اور لګولو مکمل بندیز ندی اعلان شوی، مګر د نیو ساوت وېلز ایالت د کلیوالو سیمو د اور وژنې خدماتو د ځنګلي اور ځپلو سیمو خلکو څخه غوښتي ترڅو د بیړني حالت لپاره د عمل پلان ولري.
د نیو ساوت وېلز ایالت د روغتیا ادارې په زیان منونکو خلکو باندې د تودوخې څپې د اغیزو په اړه هم خبرداری ورکړی.
آسټرالیا د اوړي په موسم کې یو په زړه پوری ځای دی. مګر پکار ده ترڅو تاسو له اورلګېدنو، سیلابونو، ډوبېدو او د پوستکي له سرطان څخه په امن کې اوسئ.
په داسې حال کې چې اوسمهال د نړۍ په ډېریو هېوادونو کې خلک له سړې هوا شکایت لري. مګر په آسټراالیا کې هوا ګرمه ده.
د سمبر، جنوري او فبروري په آسټرالیا کې د اوړي میاشتې دي، له همدې امله به ښونځي د ډیسمبر له نیمايي څخه د جنورۍ تر پایه پورې رخصت وي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

