په کابل کې د آسټرالیا سفارت مخې ته یو شمېر ژباړونکو او امنیتي ګاردانو په لاریون لاس پورې کړی

Afghtanisatna

Source: Supplied

په کابل کې د آسترالیا سفارت مخې ته راغونډ شوي ترجمانان او امنیتي ګاردان، د آسترالیا له حکومت څخه د پناه غوښتنه لري.


په افغانستان کې د آسترالیا سفارت مخې یو شمېر ترجمانانو او امنیتي ګاردانو په لاریون لاس پورې کړی. دغه لاریون کوونکي وايي چې ژوند یې په خطر کې دی له همدې امله له آسټرالیا څخه د پناه غوښتنه کوي.

د آسټرالیا سفارت مخې ته د سوله ایز لاریون کوونکو شمېر شاوخوا ۱۶۴ کسانو ته رسیږي چې په دغه ډله کې ترجمانان، امنیتي ګاردان، تخنیکي کارکوونکي او د پخلنځي کار کوونکي کې شامل دي.

دغه لاریون کوونکي په داسې حال کې لاریون ترسره کوي چې د آسټرالیا حکومت په پام کې لري ترڅو د راتلونکې جمعې په ورځ خپل سفارت په کابل کې وتړي.

د آسترالیا حکومت لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې  دغه هېواد په پام کې لري ترڅو د راتلونکې جمعې په ورځ په افغانستان کې خپل سفارت وتړي.

آسټرالیا له افغانستان سره اوږدمهال ډیپلوماټیکې اړیکې لري.

د اسټراليا لومړی وزير سکاټ موريسن او بهرنيو چارو وزيره ماريس پاين وايي، د اسټراليا سفارت تړل کيدل د لنډمهال لپاره ده او کيدای شي راتلونکې کې دا سفارت بيرته پرانيستل شي.

دغه پرېکړه په داسې حال کې نیول کېږي چې د مې د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی او د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ هم پیل شوې ده.

تاسو کولای شئ، د لاریون کوونکو خبرې په رپوټ کې واورئ.

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now