د افغانستان په ګرمسیره سیمو کې د نوي تعلیمي کال پیل ته په شمار ورځې پاتې دي، خو د طالبانو حکومت تر اوسه له شپږم ټولګې پورته د انجونو پرمخ د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو په اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو حکومت نږدې دونیم کاله وړاندې تر امر ثاني پورې د نجونو زده کړې ودرولي او څرګنده يې کړه چې د نجونو د زده کړیالانو په خوندي طرحې کار کوي، خو دا دې له ۹۰۰ سوو ورځو زیات وخت وشوو، مګر د انجونو پر وړاندې يې د زده کړو دروازې بندې ساتلې دي.
دا چې اوس په افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیلېدونکی دی د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکې په ډیرې ناهیلې سره د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې سږکال دې دوی ته د پاتې زده کړو اجازه ورکړي.
د ښوونځیو دغه شمېر زده کوونکې وايي، چې د نوي تعلیمي کال پیل ته يې یواځنې هېله دا ده چې د دوی پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي ترڅو وکولي شي خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.









